نظم
ترقي او تمدن
ګل پاچا الفتپه دې لاره غوايی هم اوس په موټرو کښې تېرېږي
خوموټر ته په ختلو غويي کله سړی کېږي
که سپوږمۍ ته سپي اوچت شي د تخنيک له برکته
په دې لوړو مقامونو له سپيتو به نه خلاصېږي
چې وطن ترقي وکړي د څارويو ژوند هم ښه شي
سويه دژوند جگېږي ماهيت يې نه بدلېږي
اوښ چې ډېر بازار ته لاړ شي تمدن سره اشنا شي
دومره فرق پکښې پيدا شي چې موټر نه نه وېرېږي
په سپيتانه که هر څومره ترقي د چا نصيب شي
ځای يې بر مقام يې بر شي شخصيت يې نه لورړيږي
لياقت چې ښه تحليل شي بل شی نه دی تصادف دی
احمقان په ښو چانسونو پخپل ځان باندې غولېږي
څوک چې ډېرانه حده لوړ شي وجود شي بې تناسبه
هر څوک گوته ورته نيسي له هر چا څخه شرمېږي
که ډېر غټ نه يې سريه پام کوه چې خپه نشي
هغه څومره په عذاب شي چې له حده ډېر غټېږي
ابتداء انتها دواړه مساوي دی که چوک پوه شي
وگوره! شيخ فاني نه بيا ماشوم طفل جوړېږي
دناپوه مقام ته رسي چې ښه پوه په ناپوهۍ شي
لوی پوهاند اخر کښې وايي چې په هېڅ شی نه پوهېږي
ډېر بينا چې شي نه ويني خوشحالي بيا په حيات کښې
ښه ليدی نشي داناچې بدبينۍ ته ورسېږي
رڼا ورځ ورته تورتم وي سپين هم تور ورته ښکارېږي
بيا په دغه لمر هېڅکله دده شپه نه سبا کېږي