نظم
څه لرمه
ګل پاچا الفتنه وايم دا چې نوی نوی لباسونه لرم
زړه خولۍمې ده په سرنوی فکرونه لرم
د احساساتو او شعور په غونډۍ ناست يمه زه
په عالمونو پوهه وېشم خيراتونه لرم
زما په باغ کې څوک مېوې ونې اوبه نه مومي
وچه بېديا ده زه پکې خيالي گلونه لرم
ځان سره پټې مرکې پټې جرگې دي زما
په پټه خوله خلقو سره زه مجلسونه لرم
هر چا ته چوب او غلی شانته معلومېږمه زه
څوک نه پوهېږي چې په سر کې څه شورونه لرم
راسره شته دی سوداگانې د عالم غمونه
يوازې نه يم پټ په زړه کې جهانونه لرم
ړانده کاڼه نه چيغې اوري او نه اوښکې ويني
زه له فرياد له اوښکو ډک سوزان شعرونه لرم
پخوا له وخته مې څه راوړه پښتنو دپاره
اوس يې نه غواړم پس له مرگه ډېر پورونه لرم
چې ساړه خلک راتاوده کړمه د ژوند د پاره
وکړه يقين چې ډېر تاوده تاوده دمونه لرم
يو وخت به ډېرې هنگامې او غلغلې پيدا کړي
زه په پښتو هسې نغمې او پېغامونه لرم
چې د ناپوهو ناخبرو توره شپه کړي رڼا
بلو ډيوو غوندې د پوهې کتابونه لرم
څوک چې له خدايه نه وېرېږي او ظلمونه کوي
زه په تش لاس ورسره خدايږو چې جنگو نه لرم
راشئ چې اور د ظالمانو په کور ولگوو
پاک الله وايي چې ظالم ته دوزخونه لرم