نظم
څلوريځې
ګل پاچا الفتبايد شعر شعور خلاص کړي له قيدونو
ترقۍ لورته رهبر شي د فکرونو
د اوهامو خرافاتو بتان مات کړي
وي منکر د زور او زر د قدرتونو
که طاعت او عبادت هر څومره کم وي
خدای دې نه کا چې شريک پکښې صنم وي
په ريا چې د مخلوق د پاره کېږي
که شرک نه وي له گناه سره به سم وي
که په پوهه مشهور شوی افلاطون
تر هغه شهرت کم نه دی د مجنون
شهرت نه غواړي عادي ژوند بلکه غواړي
يا په سر تاج يا سر ايښی په زنگون
بې ستره شولې ښځه او جونه
هم رشوتونه هم شهوتونه
ښکلا بې ستره مينه بې ستره
محکوم په ستر نر نر فکرونه
بزرگي خو نېک عمل زهد وتقوا ده
هسې نه چې په نژاد نسب بنا ده
اوس چې چا نسب نژاد پورې تړلی
نژادي توپېر يې ښه سمه معنا ده