نظم
څلوريځې
ګل پاچا الفتکه مادي ژوند چا بدل کړ په معنا
پوهېدلی په معنی دي د بقا
خو دا کار کله شي هغه څوک کولی
چې راغلی وي مهمل او بې معنا
چې تياره راشي ډيوه رڼا شي
ډيوه مړه کېږي چې شپه سبا شي
د ډيوې ژوند دی تورو تيارو کښې
مهرويان شپه کښې رعنا زېبا شي
لېونی يونس ځنځير کښې وتړلی
مور په کور کښې زولنو کښې وساتلی
نن په مرگ له زولنو څخه ازاد شو
آزادۍ ته خوشې نه دی رسېدلی
ملاووې لېونی مرفوع قلم دی
گنهگار او مسئول نه دی څه يې غم دی
چا ونه وې چې په داسې بې گناه نو
ولی شوی دومره ظلم اوستم دی
احترام د سرد تاج نه د مغزو
لوی توهين دی حقيقت کښې د سرو
قيمتي گوهر په غوږ کښې دخوبانو
بهانه ده د دولت د اورېدو
يوه چاغ رنځور ته وويل ډاکتر
دومره ډېره چاغي خوري د سړي سر
نور څه مه خوره بس له دې غوښې د ځان خوره
چاغ بدن دی قوي زړه لره خنجر
مړه اوسپنه په سره اور کښې پولاد شي
سره زر اور کښې شي زېور قدر يې زياد شي
هر نبي د ابراهيم مقام نه مومي
د نمرود اور کښې حاصل ډېر لوی مراد شي
ژوندۍ کېږي آزادي چې مړ شي ډار
ډار زندان د آزادۍ هم يې مزار
د سر ډار چې زړه کښې وي ازادي نه وي
نظر فکر احساس هر څه وي مهار
د عشق تور دی د عاشق دسترگو تور
سر بلند شي چې په عشق کښې شي سرتور
په مذهب د سوو لوو پتنگانو
د طوبی سيوری نه ښه دي د عشق اور
د جلال ښايست په ډېرسازو سامان وي
زېبايي د فقر بل رنگه بل شان وي
سبر ښه ښکاري چې ليس وي پورته شوی
گل بېد ښه وي چې سرښکته پرېشان وي
حسد زړه کښې دي حاسد لره سقر
جنت دي مينه ناک زړه او ښه نظر
د هر چا جنت دوزخ د هغه زړه کښې
غلمان حورې، مار لړم يې خيرو شر
که خبرې وي د دروغو نغاره
لفاظۍ کښې ډېره لوړه مناره
ترېنه ښه ده يو په سله يو په زره
د سادق گونگي د گوتې اشاره
سياست زور ته زېب زنيت ورکوي
قانوني رنگ د عدالت ورکوي
له شخصيت نه حيثيت اخلي
بې شخصيت ته حيثيت ورکوي