غزل

څنګه دعا ته پورته کیږې داخیرن لاسونه

عبدالباري جهاني

دادګناه په تار پیلې کر غیړن لاسونه

کلونه کیږې دړندو وګړوښار ته ورځې

دملا ئکو په جامو کې مختو رن لا سونه

نن به شهیدی جنډی چاته وینې وینې ژاړې

تر خپل کمیس چې مو راوزی د د ښمن لاسونه

تر هدیرو به جنازی په اوښکو څوک چلوې

چې تر ژوندیو غاړو تاودې دکفن لاسونه

موږ یې په تمه توری شپې دځوانې سپینې کړلې

نن پر هغه کوثر پیره دې اهریمن لاسونه

اوس دیارانو له مستیه نه لړزیږې مځکه

غوڅ کړې غورځې پر میدان دانجمن لاسونه

نور له پردیسو شونډو مه غواړی زخمې سندری

چې یې تر ستونې غځولې زنکد ن لاسونه

دی قتلګاه ته هره ورځ راځې پری کړی ژبې

هغه قاتل دی څوک یې نه ږدې پر لمن لاسونه

نور له منګیو سره سری منګولې نه راوزې

اوس له تڼاکو سره ژاړې دوطن لاسونه

پښې تر منزله  جهانې لا رسیدلې نه وې

چې په تیارو سول تر ستر ګو قبر کن لا سونه