غزل

هغه يار چې بې وفا دی څه يار نه دی

رحمان بابا

هغه يار چې بې وفا دی څه يار نه دی

هغه کار چې بې بقا دی څه کار نه دی

که د سر ښندل دشوار په ما او تا دي

دا په عشق کې سهل کار دی دشوار نه دی

اندېښنه سړی بيدار کاندي له خوبه

کم اندېشه که بيدار دی بيدار نه دی

که څه عمر دی عاق لره وصال دی

دهجران عمر په عمر څه شمار نه دی

دچشمانو په ځمبل کې تېر و بېر شي

اعتبار دزمانې اعتبار نه دی

که د سلو زويو پلار شي به يې څه کړې

بې وقوفه زويه زويه د پلار نه دی

معشوقې همېشه ناز په عاشق کاندي

رحمان هېڅ له خپله ياره آزار نه دی