غزل
هر چې په حيات صورت له مرگ سره اشنا وي
رحمان باباهر چې په حيات صورت له مرگ سره اشنا وي
خلاص به د قيامت له خرخښو په دا دنيا وي
سخ د هغو گلو چې برگ رېز يې په بهار دی
کل سر انجام وکا له خزانه بې پروا وي
غم و هم هغه کا چې هېڅ غم ورسره نه وي
ولې چې ناگاهه به يو ورځ ورباندې را وي
حکم د د نېستيه په هغو دی هر چې هست وي
هر چې هستي پرېږدي له نېستۍ يې څه پروا وي
زړه دعاشقانو له دښنه لاس ته بې غم دی
شمع د مقراض له خصومته په خندا وي
لوږه تنده نشته دقانع په قناعت کې
دا کېميا چې زده کا په خرقه کې امرا وي
هېچا سير چشمي حاصله نه کړه په حرص کې
بلکې دقحطۍ په ملک کا شه وي هم گدا وي
ما به رښتيا نه وې ای يارانو بارې څه کړم
حق کلمه نغړدل هر گور سخته بلا وي
زور د سېلاب واړه د تړل په مقامات وي
زړه د خاموشۍ په ځای کې لا راته گويا وي
بې خس و خاشاکه د آتش بقا په څه وي
آه و فرياد واړه په مقدار د تمنا وي
زه د رقيب چارو ناويسا کړم له حبيبه!
زلفې په نسبت د مار خوړليو آژدها وي
ای رحمانه! هر راحت په اجر دد زحمت وي
هر چې ډېر ډېر خاندي هسې ډېر به په ژړا وي