غزل

هر چې ستا کوڅه ماوی کا

رحمان بابا

هر چې ستا کوڅه ماوی کا

ځای يې بر شي تر افلاکا

ځان هاله ورته بادشاه شي

چې يې ستا د در گدا کا

چې د ستا د در گدا شي

بادشاهۍ وته نور شا کا

نظر بې د ستا له رويه

نه په ارض نه په سما کا

مينه بې د ستا له مخه

نه په دين نه په دنيا کا

ستا په مهر و محبت کې

ځان جهان واړه فنا کا

د دنيا کور او کوډلې

ستا په مينه کې تالا کا

رضا ستا په رضا کېږدي

ترکه خپله مدعا

په هر خوا چې د ستا مخ وي

دی هم مخ په هغه خوا کا

که له چا سره جفا کړی

له هغه سره جفا کا

که له چا سره وفا کړی

له هغه سره وفا کا

که په عمر چرې خاندي

خو له تا سره خندا کا

که مطلب يې د ديدار وي

ستا د حسن تماشا کا

که مطلب يې د گفتار وي

ستا په ذکر مشغولا کا

د رښتينو مقام دادی

که څوک مينه په رښتيا کا

عاشقان په عاشقۍ کې

چې رحمان وايي هم دا کا