غزل
هر چې ستا کوڅه مقام کا
خوشحال خان خټکهر چې ستا کوڅه مقام کا
تر تلي دې ننگ و نام کا
زه چې ستا تر فهم خوار شوم
نور څه غم د احترام کا
غمزه څه استوې بل ته
پرېږده کار د ما تمام کا
نازنينې ددې شهر واړه بويه
فتنې ستا له سترگو وام کا
ستا مخمورې سترگې دواړه
مست مې لا دمی تر جام کا
چې روانه په ښېوه شي
غزال څه دی چې خرام کا
ورته وگوره په مهر
خوشال تا وته سلام کا