غزل
هر چې ستا کوڅه مقام کا
Khushal Khan Khattakهر چې ستا کوڅه مقام کا
تر تلي دې ننگ و نام کا
زه چې ستا تر فهم خوار شوم
نور څه غم د احترام کا
غمزه څه استوې بل ته
پرېږده کار د ما تمام کا
نازنينې ددې شهر واړه بويه
فتنې ستا له سترگو وام کا
ستا مخمورې سترگې دواړه
مست مې لا دمی تر جام کا
چې روانه په ښېوه شي
غزال څه دی چې خرام کا
ورته وگوره په مهر
خوشال تا وته سلام کا