غزل
هر ساعت چې مې گذران دی بې مخلصه
رحمان باباهر ساعت چې مې گذران دی بې مخلصه
هزار بار ارمان ارمان دی بې مخلصه
که څوک وايي چې له ځان شېرين څه نشته
ولې ماته ځان تاوان دی بې مخلصه
لکه شمع په ورځ مرمه د شپې سوځم
تمام عمر مې نقصان دی بې مخلصه
په بلبل کله بهار کله خزان وي
په ما کل سره خزان دی بې مخلصه
که شبنم همېش د نور راباندې اوري
په ما کاڼی د اسمان دی بې مخلصه
ډېر غمونه مې د هجر تر سره تېر دي
اوس يو دم راباندې گران دی بې مخلصه
په وصال کې مې نه مرگ ليده نه تبه
اوس مې مرگ په هرزمان دی بې مخلصه
زه حيران دهغو خلکو په روزگار يم
چې زيستن ورته آسان دی بې مخلصه
د رحمان د زړه دمه په هېچا نه شي
مسافر غوندې حيران دی بې مخلصه