غزل
هر ساعت زما د غوږ په تاوولو
رحمان باباهر ساعت زما د غوږ په تاوولو
د فلک لاسونه شنه شو تر څنگلو
هومره غم د بېلتانه راباندې راغی
چې حساب يې نه په خوله شي نه په کښلو
هغه سترگې چې نرگس وې هم بادام وي
تېرې تورې شوې زما په قتلولو
هغه شونډې چې شېرينې وې تر قندو
ما هېڅ فيض ځنې بيا نه موند بې ښکنځلو
دا کاږه کاږه باڼه او کږې وروځې
نور څه نه کا بې کږو کږو وهلو
په شپه نو کې دعاشق په وينو سرې کا
صبا پورې کا نکريزې په منگولو
دا زما د قاتل لاس دی نه پوهېږم
که تر باغ وتلی ښاخ دی د سرو گلو
درېغه مرگ يې په دنيا کې نيمه خوا شوی
ښايسته غونچې يې پرې يستې د گلو
هسې پند شه په کمند د تورو زلفو
چې حيران شوم د رحمان په خلاصولو