غزل
هر سړی چې د اخلاص په لارې درومي
خوشحال خان خټکهر سړی چې د اخلاص په لارې درومي
که هر څو په غرونو درومي نه به نغومي
نوميدي د ښه بادشاه په درگاه نشته
هر سړی چې خدمت کا نتېجه مومي
زما زړه د ټول دلبرو تر ميان ورک شو
نوم د کومې يوې اخلم چې څه نومي
ښه چې زه په عاشقيې کې شهيد شوم
په دا لارې کې څه لږ نه دي لړومي
ما د سويو ښکار کاوه، هوسۍ مې ښکار کړه
زما رزق به کله تله د بل تر کومي
نور دې صافې پيالې خوري، نصيب يې غم دی
که خوشال په درد و دوک کې پيالې شومي