غزل

هر وگړی چې منصور غوندې په دار شي

رحمان بابا

هر وگړی چې منصور غوندې په دار شي

دار يې پس له مرگه نخل مېوه دار شي

روغ صورت که روغ عالم لره کمال دی

لېوني لره کمال دی چې سنگسار شي

هر گياه چې وکمال ته ورسېږي

سر و ځمکې وته کوز کا نگونسار شي

نری باد به يې په خپل منزل داخل کا

که څوک پاڼ د خزان غوندې طيار شي

غفلت هېڅ مناسب نه دی دسپين ږيريو

صبحدم که حيوانات وي هم بيدار شي

چې يوموټی ايرې ناز په آيينه کا

په دغه خبره فخر د خاکسار شي

کريمانو سود موندلی دی په زيان کې

لکه ښاخ د ونې وتراشې باردار شي

خزانه په سخاوت سره زياتېږي

د کوهي اوبه چې وکاږې بسيار شي

مړېده د وږې گېډې مشکل نه دي

مړېده دوږيو سترگو مشکل کار شي

کم خوراک سړی نژدې کا فرښتو ته

هر سړی چې بسيار خور شي بسيار خوار شي

صاف دلانو لره لږ نصيحت ډېر دی

دگوهرو پيوستون په نري تار شي

غلبه دعشق بها نه د حسن غواړي

توره شپه په عاشق زلفې دخپل يار شي

د توفيق له مخه هر مشکل اسان دی

وستۍ وته داور لمبې گلزار شي

ناز د حسن پرورش مومي له عشقه

هسې نهچې د خوبانو په سينگار شي

راحت بې زحمته نه دی چا موندلی

د وصال خوښي دهجر په مقدار شي

عاشقانو لره واړه سعادت دی

که يې سر و مال ديار تر نامه ځار شي

ياره! ياره! هر څوک وايي په جهان کې

زه به پس له مرگه وايم چې يار يار شي

لکه ډار کاندي ورغومی له گرگانو

هسې رنگ له جدايۍ نه زما ډار شي

د رحمان دا پوچ گويي څه په کار نه ده

عاشقي په گفتار نه شي په کردار شي