غزل

هر يو گل د سا د باغ، روشن تر دی تر چراغ

رحمان بابا

هر يو گل د سا د باغ، روشن تر دی تر چراغ

روشن تر دی تر چراغ، هر يو گل د ستا د باغ

ستا د باغ او د بڼ زاغ، په نظر زما همای دی

په نظر زما همای دی، ستا د باغ او د بڼ زاغ

د دردمنو په دماغ، ستا د در خاورې عنبر دي

ستا د در خاورې عنبر دي، د دردمنو په دماغ

د عاشق د ټټر داغ، په اسمان د عشق آفتاب دی

په اسمان د عشق آفتاب دی، د عاشق د ټټر داغ

د رحمان د زړه فراغ، نه شي نه شي بې خوبانو

نه شي نه شي بې خوبانو، د رحمان د زړه فراغ