غزل

هسې بې ياره خفه يم په جهان کې

رحمان بابا

هسې بې ياره خفه يم په جهان کې

چې مې نه شي ځای په ځمکه په اسمان کې

سره گلونه دچمن راته سور اور شي

چې قدم بې ياره کېږدم په بوستان کې

چې يې مړ نه يم له ډېرې بې نيازيه

حيرانېږم د ناتوان صورت په توان کې

که هر څو فکر له ځانه سره وکړم

هېڅ د صبر طاقت نه وينم په ځان کې

هېڅ ساتنه د سرکښ خاطر رانه شي

څوک ساتلی شي بڅري په گرېوان کې

تر هغه به نادان بل په جهان نه وي

چې څوک مهر وفا غواړي په نادان کې

که يې سل ځله په ځار و قربان بولم

غوږ رانه باسي په ځار و په قربان کې

هسې رنگ زما په ډېره ژړا خاندې

لکه گل د پسرلي خاندي په باران کې

جوهري شي دُر و لعل کاندي بر څېره

چې مې کښېني د دوو سترگو په دوکان کې

چې مې هېچرې په خوا په خاطر نه وي

زمانې يې راڅرگند کا په زمان کې

چې په وصل کې يې اوښکې نه وچېږي

ترو به حال د رحمان څه وي په هجران کې