غزل

هسې مست يم ستا د شونډو په شراب

رحمان بابا

هسې مست يم ستا د شونډو په شراب

چې به نه وي بل دا هسې مست خراب

لاس د ستا په مينه اچوم و گل ته

لکه بوټي ته لاس اچوي غرقاب

دا سرخي او سفيدي د ستا د مخ ده

که زما په مخ باران دی د خوناب

څه اثر به زما اوښکې په تا کاندي

لا تازه شي اور په اوښکو د کباب

عاشقان دې سترگې ورڼې کا په عشق کې

دا خواب نه دی دا منزل دی د سېلاب

ما چې خال د ستا د وروځو په ميان وليد

نه بل هسې رنگ امام شته نه محراب

ښاپېرۍ چې ليدی نه شي دا سبب دی

مخ د ستا له شرمه نغاړي په حجاب

چې سبا شي ستا تر مخ پورې شرمېږي

ځکه زيست په توره شپه کاندي مهتاب

حجاب واخله مخ کړه تور د هغو خلکو

چې تحسين کا ستا په دور د افتاب

هسې نه چې زه دلبر وايم و تاته

خدای دې تا لره در کړی دا خطاب

ستا دمخ په ورق باندې خط و خال دی

د مصحف په صحيفو باندې اعراب

ستا د حسن حساب هېڅ په رحمان نه شي

هم په دا چې بې حساب دی بې حساب