غزل
هی هی توبه له تانه ستا له خويه، بويه تښی
خوشحال خان خټکهی هی توبه له تانه ستا له خويه، بويه تښی
زما خاطر دې وريت کړ لکه سيخ په لمبو ايښی
له سترگو، وروځيو، زلفو، له بڼو به دې ځان څه وړم
دمخ سپاهيان دې هسې راته جوړ لښکر ، زه گوښی
زما په بخره نياز دی چې عاشق يم، زه به نياز کړم
د ناز اسباب مې واړه معشوقې وته پرې ايښی
په مخ د مهوشانو چې څه خال و خط ليده شي
بلا د ځان، د زړه دي که يې گورې! گوښی گوښی
عاشق په اندېښنو کې، د تازي غوندې نس نغښتی
غافل په بېغمۍ کې د سنډا غوندې بد غوښی
بد خوا دې په قصد کړې ده خوشاله! ملا محکمه
څه ويره، څه اندوه کړې، ته هم ورو نه يې چا بلښی