غزل هی هی توبه له تانه ستا له خويه، بويه تښی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هی هی توبه له تانه ستا له خويه، بويه تښی زما خاطر دې وريت کړ لکه سيخ په لمبو ايښی 02 له سترگو، وروځيو، زلفو، له بڼو به دې ځان څه وړم دمخ سپاهيان دې هسې راته جوړ لښکر ، زه گوښی 03 زما په بخره نياز دی چې عاشق يم، زه به نياز کړم د ناز اسباب مې واړه معشوقې وته پرې ايښی 04 په مخ د مهوشانو چې څه خال و خط ليده شي بلا د ځان، د زړه دي که يې گورې! گوښی گوښی 05 عاشق په اندېښنو کې، د تازي غوندې نس نغښتی غافل په بېغمۍ کې د سنډا غوندې بد غوښی 06 بد خوا دې په قصد کړې ده خوشاله! ملا محکمه څه ويره، څه اندوه کړې، ته هم ورو نه يې چا بلښی Dictionary meaning × Headword