غزل
هېڅ ثابته نه کړه چا ددې دنيا وفا
رحمان باباهېڅ ثابته نه کړه چا ددې دنيا وفا
واړه مينې کاندي بې هوده په دا دنيا
هر څوک چې دعوی په دا دنيا کا د خپلويه
واړه باطل وايي دنيا نه ده د هېچا
دا فلک کلال دی سازول او ماتول کا
ډېر يې ما او تا غوندې پيدا کړه هم فنا
هر سنگ و کلوخ چې څرگندېږي ددې دهر
واړه ککرۍ دي څوک د شاه څوک د گدا
دام دې هېڅوک نه ږدي د دنيا و رهگذر ته
ښکار به وکړی نه شيد سېمرغ او د عنقا
هر څوک چې له دې فاني نفس وابستگي کا
نه به شي تړلی په زنځير سره هوا
ماه دی که آفتاب دی عاقبت واړه خراب دی
گل که همېشه وي هسې نه تر ابدا
مه درومه رحمانه په خلاف د دانايانو
مينه د دنيا پسندلې نه ده هېڅ دانا