غزل

هېڅوک مه شه گرفتار د تورو زلفو

رحمان بابا

هېڅوک مه شه گرفتار د تورو زلفو

مه اسير شه په کفار د تورو زلفو

هم په شان د توروزلفو به پرېشان وي

هر چې کاندي انتظار د تورو زلفو

د محشر په عالم کله قراري وي

څوک به څه غواړي قرار د تورو زلفو

څو يې صبح د قيامت دميده نه شي

ورځ به نه شي شب تار د توروز زلفو

مگر شمع د سپين مخ شي باندې بله

گڼه نشته بل انوار د تورو زلفو

تار په تار کا د عاشق د خاطر خونه

چې حلقې شي تار په تار د تورو زلفو

چې تمام جهان يې نښتی دی په دام کې

څوک به څه کاندي انکار د تورو زلفو

زه له کوم يوه کمنده سروکاږم

کمندونه دي هزار د تورو زلفو

هومره زړونه يې پېيلي په هرتار دي

چې تسبيح کړه خدای زنار د تورو زلفو

په تندي د محتسب کا دُره ماته

چې پرې راشي دُره دار د تورو زلفو

ملک دهند او د حبش يې واړه زېر کړ

چې پيدا شه شهريار د تورو زلفو

ښامارانو غوندې گرځي په گنجونو

نه شي هېڅ په زړه کې ډار د تورو زلفو

که بل مار چيچيل په لاسو يا په پښو کا

په زړه خوله لگوي مار د تورو زلفو

د رحمان تر قلم مښک و عنبر اوري

چې آغاز يې کړه اشعار د تورو زلفو