غزل

هم دا ځمکه هغه رنگ ده هم اسمان

رحمان بابا

هم دا ځمکه هغه رنگ ده هم اسمان

ولې چرته دي هغه رنگې ياران

نه هغه رنگې ياران نه هغه وخت شته

ما په دا جهان کې وليد بل جهان

سره گلونه دبهار شي وچ خسڼي

چې پرې والوځي سيلۍ يې د خزان

هره ونه چې زړه شي په چمن کې

نور يې بېخ له باغه وکاږي باغبان

چې سيلۍ (بې) دخزان شي پرې نزوله

نور د سوو شي که سنبل وي که ريحان

نه زاړه زاړه خوبان دچا په کار دي

نه زاړه زاړه نخلونه د بوستان

طفلان هم په يو دوه کاله سخندان شي

رحمان زوړ شو ولې نه شو سخندان