غزل
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
رحمان باباهم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمان په شعر تر کې دباگرام
په لېمه کې مې مدام
گرځي عکس د گل فام
تور د سترگو مې گلگون شوه
په آرزو د گل اندام
بې دسترگو له خونابه
نه باده لرم نه جام
په طلب د دل آرام کې
ما ونه ليده آرام
زنخدان يې خدای کوهی کړه
ورپرېوځم په هر گام
که يې خال غلام دمخ دی
زه غلام يم د غلام
که په عشق کې ناکام ډېر دی
دا ناکام دی زما کام
خوښ يم زه په عاشقۍ کې
که نېک نام يم که بدنام
په يارۍ کې مې قبول دی
ملامت د خاص و عام
د دعا په عوض غواړم
دخپل يار د خولې دشنام
تر ښکنځلو به يې ځار کړم
دغه خپل دعا سلام
تلخ گفتار يې راته خوږ دی
تر کشمش و تر بادام
هم هغه مې مسيحا دی
چې يې راکاندي پيغام
مخ د يار ماه تمام دی
رحمان وليدو تمام