غزل

هومره اوښکې مې بهېږي په رخسار

رحمان بابا

هومره اوښکې مې بهېږي په رخسار

چې غرقاب مې هم گرېوان دی هم کنار

هغه يار مې هسې ناست د زړه په سر دی

لکه ايښی چې چا گل وي په دستار

که څوک وايي چې مار کله په کټ خېژي

زه خوړلی يم په کټ د زلفو مار

خو ديار بيمارې سترگې خدای خوني کړې

گڼه خون کله کولی شي بيمار

که په دار شم زه د يار له لاسه خوښ يم

سروې قد دی زمايار او زما دار

بس که داچې زه په يار پسې غوڅ غوڅ يم

خدای دې نه کا کله زه يم هسې يار

هومره جور لکه يار له ما سره کا

ياد مې نه دی هومره جور د اغيار

دلبرې خو کوډگر هم په کوډو وکا

هغه وايه چې بې کوډو وي دلدار

چې د زړونو له نمانځلو بې پروا دي

ترو که زړه د سړي يوسي څه په کار

په گرېوان يې تل د اوښکو باران اوري

نه ورکېږي د رحمان د زړه غبار