غزل
هوسۍ سترگې لب شکرې
خوشحال خان خټکهوسۍ سترگې لب شکرې
په غاښو يې مرغلرې
تا به ستايم په څو رنگه
ستا ثنا د مخ دلبرې
چې جمال وته دې گورم
حيرانيږم سمن برې
خوی دې نن راسره نور دی
دم واهه نه شي له ويرې
ذکر ستا د تنگې خولې دی
رنگينه پرې پيکرې
زړه چې ستا سره ياري کړي
سلامت به اوسي چرې
شور دې گډ کړ په وگړي
صبر وړونې، شور او شرې
صبر وړي چې له تا دور شي
طربناکې، ناز پرورې
ظاهر تن له تا جدا يم
عين ماته برابري
غواړم تا که زه دې مومم
فارغ نه يم له دې چرې
قامت سم لرې تر سروې
کج کلاهې، قدر عرعرې!
لرې مه درومه له مانه
مخ په ما کړه مخ قمرې
نور به ستا له وره نه ځم
وينا دا ده پرده درې
هر چې ستا رضا هغه کړه
خوشال ونيوې په غورې