غزل هوسۍ سترگې لب شکرې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هوسۍ سترگې لب شکرې په غاښو يې مرغلرې 02 تا به ستايم په څو رنگه ستا ثنا د مخ دلبرې 03 چې جمال وته دې گورم حيرانيږم سمن برې 04 خوی دې نن راسره نور دی دم واهه نه شي له ويرې 05 ذکر ستا د تنگې خولې دی رنگينه پرې پيکرې 06 زړه چې ستا سره ياري کړي سلامت به اوسي چرې 07 شور دې گډ کړ په وگړي صبر وړونې، شور او شرې 08 صبر وړي چې له تا دور شي طربناکې، ناز پرورې 09 ظاهر تن له تا جدا يم عين ماته برابري 10 غواړم تا که زه دې مومم فارغ نه يم له دې چرې 11 قامت سم لرې تر سروې کج کلاهې، قدر عرعرې! 12 لرې مه درومه له مانه مخ په ما کړه مخ قمرې 13 نور به ستا له وره نه ځم وينا دا ده پرده درې 14 هر چې ستا رضا هغه کړه خوشال ونيوې په غورې Dictionary meaning × Headword