نظم هيڅ ناکس به په تعليم سره کس نه شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 هيڅ ناکس به په تعليم سره کس نه شي دا خبره د دانا شوه را په ياده 02 سراغزی به نور څه نه شي سر اغزی دی که په باغ کې يې پيوند کړې له فرصاده 03 اوم دېوال به په کاگل سره پوخ نه کړې که هر څو باندې هنر کوې استاده 04 د نادانه د غلطيې عيب کوم دی غلطي خو د هوښيار بده بلا ده 05 لا د حرف دعبارت غلطي پرېږده رسوايي په زېر او زور کې دملا ده 06 چې حازق طبيب په چار کې تېروبېر شي پښېماني د زړه اندوه يې په دا لا ده د قاموس مانا × اصلي کلمه