نظم
هيڅ ناکس به په تعليم سره کس نه شي
Khushal Khan Khattakهيڅ ناکس به په تعليم سره کس نه شي
دا خبره د دانا شوه را په ياده
سراغزی به نور څه نه شي سر اغزی دی
که په باغ کې يې پيوند کړې له فرصاده
اوم دېوال به په کاگل سره پوخ نه کړې
که هر څو باندې هنر کوې استاده
د نادانه د غلطيې عيب کوم دی
غلطي خو د هوښيار بده بلا ده
لا د حرف دعبارت غلطي پرېږده
رسوايي په زېر او زور کې دملا ده
چې حازق طبيب په چار کې تېروبېر شي
پښېماني د زړه اندوه يې په دا لا ده