غزل

ولې تللی يې له ما مدام په څه

رحمان بابا

ولې تللی يې له ما مدام په څه

ترهېدلۍ يې هر صبح و شام په څه

زه هر صبح و شام دعا کوم وتاته

ته و ما وته کوې دشنام په څه

همېشه لکه وحشي په وحشت گرځې

يوساعت راسره نه يې رام په څه

دائما راڅخه درومې مخ په وړاندې

لکه عمر بېرته نه ږدې گام په څه

راته وايه زه به هم هغه کومه

رقيبانو ته بخښي انعام په څه

لږ پرهېز کړه له رقيبه د خدای روی دی

گډوې سره حلال حرام په څه

رحمان ستا په مخ بې څڼو هم مين دی

بې هوده دې ورته کښېښو دام په څۀ