غزل
ولې ولې و عاشق ته نظر نه کړې
رحمان باباولې ولې و عاشق ته نظر نه کړې
خوار گدای په ديدن ولې توانگر نه کړې
ستا دې ډېرې حيا ډېر کورونه وران کړه
چې و هېچا ته کاته برابر نه کړې
ستا په ډېر حسن مې دا عقيده نه شي
چې دا روغ وگړی واړه اوتر نه کړې
ته پلو له مخه واخله زه ضامن يم
که اورنگ د زمانې قلندر نه کړې
څښتن لاس د سپي په سر باندې راکاږي
ته تش سيوری د مخلصو په سر نه کړې
زما هر زمان هر دم په تا گذر وي
ته يو دم زما په لوري گذر نه کړې
لکه ته چې دلاور زما په مرگ يې
چرې دا رنگې رقيب دلاور نه کړې
زه د ستا په جفا خوښ يم تل تر تله
که غماز مې له دې رازه خبر نه کړې
گذشته جور و جفا دې آواره وي
که دا جور و جفا بارې ديگر نه کړې
هغه څوک دی چې به ستا له دره درومي
که يې ته له خپله دره بدر نه کړې
سنگدلي ده هغو خلکو لره ختمه!
چې يې ته په مجلس ورشې اثر نه کړې
رحمان ستا مينې رسوا کړ بارې حيف دی
چې ته هېڅ په دا خبره باور نه کړې