غزل

و خوبانو وته ولې نظر نه کړې

رحمان بابا

و خوبانو وته ولې نظر نه کړې

د چمن په گلو ولې گذر نه کړې

دا بهار چې درست جهان يې معطر کړ

دماغ ولې په دا بوی معطر نه کړې

رضا ولې په قضا سپارلی نه شې

دغه زهر په ځان ولې شکر نه کړې

جک زده چې په نارو د مرگ خبرېږي

ځان پخوا تر مرگه ولې خبر نه کړې

چې دې خاورې په سر اچوي نور خلک

ته په خپله خاورې ولې په سر نه کړې

پس له مرگه چې بيا مرې له لوږې تندې

ولې نن ساعت تو ښه د محشر نه کړې

دا ويل چې دې اثر کاندي په نورو

ای رحمانه! په ځان ولې اثر نه کړې