غزل و مجنون ته د ليلا له شونډو وايه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 و مجنون ته د ليلا له شونډو وايه لال و دُر، ياقوت و نورو وته ستايه 02 د مجنون له ودانۍ سره څه کار دی چې ويرانه ويراني، هورې يې بيايه 03 چې به بله اندېښنه کاندي اغيار دي يار دې څوک دی چې دې نه ووځي له رايه 04 درست جهان دې تېرې تورې درته واخلي يو ويښته به دې کنډو نه کا بې خدايه 05 ما دا هسې دماغ وس نه دي راوړي زه دا هسې دماغي راغلم له ځايه 06 وايي گانده به خپل مخ درته ښکاره کړم زه په گانده مانده نه يم، نن يې نمايه 07 د دولت شهپر کارغانو څخه نشته که يې غواړې خو يې غواړه له همايه 08 ته د زړه اغزی په کوم طبيب وکاږې چې وکښلی يې اغزی نه دی له پايه 09 د منصور په حال خبر نه يې خوشاله! درته چا وې چې د راز خبرې وايه د قاموس مانا × اصلي کلمه