غزل و څراغ ته د اور پښتي حال معلوم دی خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 و څراغ ته د اور پښتي حال معلوم دی په دا منځ کې دخبرې حاجت کوم دی 02 يو دبل له حاله نه کاندي پوښتنه ددې ښهر په عالم کې بد رسوم دی 03 يا يک لخته هغه يار واړه جفا زده يا له ما سره جفا کا، بخت مې شوم دی 04 نن چې زه باندې مين يم په ډېر رنگه دريې وښيم چې کوم دی، څه يې نوم دی 05 يوپه حسن، بل په دا چې عاشق وژني په دا دوه توکه په درست جهان کې سلوم دی 06 نندار چې يې دجمال دي، نور څه نه دي چې په هر لوري، هر ځای خلق هجوم دی 07 چې گلونه دبهار باندې ليدل شي د بلبلو سير تل په هغه بوم دی 08 څه به هر يوه ته حال وايې خوشاله! د لېمو په حال خبرکله ادوم دی د قاموس مانا × اصلي کلمه