غزل و څراغ ته د اور پښتي حال معلوم دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 و څراغ ته د اور پښتي حال معلوم دی په دا منځ کې دخبرې حاجت کوم دی 02 يو دبل له حاله نه کاندي پوښتنه ددې ښهر په عالم کې بد رسوم دی 03 يا يک لخته هغه يار واړه جفا زده يا له ما سره جفا کا، بخت مې شوم دی 04 نن چې زه باندې مين يم په ډېر رنگه دريې وښيم چې کوم دی، څه يې نوم دی 05 يوپه حسن، بل په دا چې عاشق وژني په دا دوه توکه په درست جهان کې سلوم دی 06 نندار چې يې دجمال دي، نور څه نه دي چې په هر لوري، هر ځای خلق هجوم دی 07 چې گلونه دبهار باندې ليدل شي د بلبلو سير تل په هغه بوم دی 08 څه به هر يوه ته حال وايې خوشاله! د لېمو په حال خبرکله ادوم دی Dictionary meaning × Headword