غزل يا مازده، يا مې سترگو چې نن شپه راباندې تېر دي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 يا مازده، يا مې سترگو چې نن شپه راباندې تېر دي يا ما زده يا هغو زده چې وهلي په شمشير دي 02 دارو يې د درد مه کړه نه يې روح د رغېدو دی چې خود په زړه داړلي د خوبا د چشمو شېر دي 03 له درده نه خلاصېږم چې طبيب پسې طلب کړم گڼه! هيڅ کمی يې نشته طبيبان په جهان ډېر دي 04 عاشق دې لا د وخته خپله زېرمه د کفن کا چې تور باڼه يې غشي و کشتن وته دلېر دي 05 عاشق وته ښکارېږي لکه مخ په آيينه کې د شاه د جمال نښې که تر زر تتقه زېر دي 06 څه ته و ماته وايې ای ناصحه! چې عشق هېر کړه چې بې د عشق له کاره مې نور ټول کارونه هېر دي 07 هر کار يې په قيمت په خوی خصلت وبله بېل دی که نور مرغونه هم د باز په شکل يا په څېر دي 08 خوشال خټک چې بيامونده لذت د يار د شونډو و ده وته نور واړه د جهان خواږه گنډېر دي د قاموس مانا × اصلي کلمه