غزل
يا مازده، يا مې سترگو چې نن شپه راباندې تېر دي
Khushal Khan Khattakيا مازده، يا مې سترگو چې نن شپه راباندې تېر دي
يا ما زده يا هغو زده چې وهلي په شمشير دي
دارو يې د درد مه کړه نه يې روح د رغېدو دی
چې خود په زړه داړلي د خوبا د چشمو شېر دي
له درده نه خلاصېږم چې طبيب پسې طلب کړم
گڼه! هيڅ کمی يې نشته طبيبان په جهان ډېر دي
عاشق دې لا د وخته خپله زېرمه د کفن کا
چې تور باڼه يې غشي و کشتن وته دلېر دي
عاشق وته ښکارېږي لکه مخ په آيينه کې
د شاه د جمال نښې که تر زر تتقه زېر دي
څه ته و ماته وايې ای ناصحه! چې عشق هېر کړه
چې بې د عشق له کاره مې نور ټول کارونه هېر دي
هر کار يې په قيمت په خوی خصلت وبله بېل دی
که نور مرغونه هم د باز په شکل يا په څېر دي
خوشال خټک چې بيامونده لذت د يار د شونډو
و ده وته نور واړه د جهان خواږه گنډېر دي