غزل

يار ياري راسره نه که الغياث

رحمان بابا

يار ياري راسره نه که الغياث

نه يې ترس شي نه يې کرکه الغياث

سر و مال واړه زما و دل آرام ته

نه ارزېږي په کنجکه الغياث

په حملو حملو مې زړه وړي نه پوهېږم

افريدۍ ده که خټکه الغياث

خو چې راکاږي چوگان په مخ د زلفو

گوی زما دا خراب زړه که الغياث

بېلتانه يې پېښور راته تنور کړ

له خيبره تر اټکه الغياث

هېڅ سبب يې ليده نه شي جفا کاندي

نه پوهېږم چې په څه که الغياث

په اخلاص او په راستۍ ورته ولاړ يم

يار جفا هومره په څه که الغياث

سل خبرې که له صدقه ورته وکړم

يار يوه راسره نه که الغياث

چې مې ويني په رقيبه سره خاندي

په ژړا مې لېمه سره که الغياث

زه رحمان مدام د يار په رضا درومم

يار په خپله رضا تله که الغياث