نظم
يو دا هسې ستوری وخوت په دا بده زمانه
خوشحال خان خټکيو دا هسې ستوری وخوت په دا بده زمانه
چې گز يې د لمبې غوندې تر خوله ځي زبانه
عالم وايي چې نخښه د وبا ده يا د قحط
زه دا وايم چې نه، د قيامت ده نښانه
قيامت دا هسې رنگ نه وي نور څه وي
چې زوی يې بادشاهي کا پلار يې ناست بنديخانه
دا کال مې په حساب کې پوره عين عين هې دی
په خپله به پرې پوه شي چې سړی وي فرزانه