نظم

يو دا هسې ستوری وخوت په دا بده زمانه

Khushal Khan Khattak

يو دا هسې ستوری وخوت په دا بده زمانه

چې گز يې د لمبې غوندې تر خوله ځي زبانه

عالم وايي چې نخښه د وبا ده يا د قحط

زه دا وايم چې نه، د قيامت ده نښانه

قيامت دا هسې رنگ نه وي نور څه وي

چې زوی يې بادشاهي کا پلار يې ناست بنديخانه

دا کال مې په حساب کې پوره عين عين هې دی

په خپله به پرې پوه شي چې سړی وي فرزانه