غزل
يو گفتار در لره بس کاندي رحمانه
رحمان بابايو گفتار در لره بس کاندي رحمانه
څه په هر ساعت پوښتنه کړې بيا بيا
هغو بياموند سعادت په دا دنيا
چې يې وکړ قناعت په دا دنيا
نه ملکونه د سليمان په هزار کاله
نه يوه گړۍ طاعت په دا دنيا
يو نفس د خدای په يادو اولی تر دی
نه د درست جهان دولت په دا دنيا
په دنيا کې لوټ هغو عالمو وکړ
چې يې وکړ عبادت په دا دنيا
که نعمت دی خو طاعت او عبادت دی
گڼه نشته بل نعمت په دا دنيا
که محنت که مشقت دی خو د دين دی
په کار نه دی بل محنت په دا دنيا
بې له خدايه هرچې دي واړه فاني دي
که لذت دی که زينت په دا دنيا
که بادشاه وي اخر خاورو لره درومي
څه عزت دی څه حرمت په دا دنيا
تر هغه به بل نادان په جهان نه وي
هر چې غواړي فراغت په دا دنيا
ته چې چند گاهه فرصت په دنيا غواړې
چا موندلی دی فرصت په دا دنيا
عمارت په سر د رېگې روان کاندي
هر چې کاندي عمارت په دا دنيا
د مستانو تر لغزشه څه کم نه دی
د سړي استقامت په دا دنيا
هر ژوندی چې د مرده په قبر ورشي
بس دی هومره نصيحت په دا دنيا
په روانو اوبو ورشه عمر گوره
ډېر دی هومره اشارت په دا دنيا
دا پاخه پاخه سرايونه محلونه
خو به وران شي عاقبت په دا دنيا
وږې سترگې د اسمان څه هسې نه دي
چې څوک پرېږدي سلامت په دا دنيا
هر چې راشي همه واړه ځنې درومي
مسافر دی هرصورت په دا دنيا
رياضت په قيامت نه شي مرد هغه دی
چې يې وکړ رياضت په دا دنيا
هم په دا خوی و خصلت به سبا پاڅي
خدای څوک مه کړه بد خصلت په دا دنيا
هم هغه به يې خرمن وي پس له مرگه
هر چې کاندي زراعت په دا دنيا
که هغه جهان په دا کې ليدی نه شي
زه يې وينم علامت په دا دنيا
په قيامت به ښه توښه ځبله نه شي
ما ليدلی دی قيامت په دا دنيا
امانت به د لحد په ميان کې پروت وي
هر چې اوسي امانت په دا دنيا
نېک عمل حضور جنت دی طالع بويه
چې حاصل کا څوک جنت په دا دنيا
نېک کردار هم نېک عمل هم نېک خويونه
هم جنت دی هم راحت په دا دنيا
ضديت د سړي عمر په عذاب کا
په کار نه دی ضديت په دا دنيا
لاس په سر په سينه ايښی و هر چاته
هم دغه دی شرافت په دا دنيا
که بلنده مرتبه د چا په کار وي
لوی مقام دی عدالت په دا دنيا
بل ارمان به له جهانه يووړ نه شي
مگر مهر و محبت په دا دنيا
د هغه جهان سودا واړه دلې ده
که څوک کاندي تجارت په دا دنيا
که طالع د سړي نه وي جار وتلی
هېڅ پټ نه دی حقيقت په دا دنيا
نېک له نېکو سره بويه بد له بدو
که څوک غواړي ولايت په دا دنيا
ولايت دی خدای هغو لاره ورکړی
چې يې ورک کړو سکونت په دا دنيا
که تمامه دنيا واړه سره يو شي
نور به نه کا خپل قسمتت په دا دنيا
که څوک مرد دی خو هغه دی په دنيا کې
هر چې نه لري حاجت په دا دنيا
چې رغبت يې د جمله بلاوو سر دی
څوک به څه کاندي رغبت په دا دنيا
په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شه
لکه تېر شي يو ساعت په دا دنيا