غزل

يو کتاب په سړبن کې چا ونه کړ

رحمان بابا

يو کتاب په سړبن کې چا ونه کړ

بې رحمانه چې يې کړی دی کتاب

لاس مې وتړي د زلفو په طناب

بيا مې وپلوري د سترگو په قصاب

هسې آب يې د دوو سترگو په تېغ کې

چې بې سره په سر نه لري حباب

له فراقه چې يې آه کړم سوک په سترگو

يو لستوڼی مې گرد باد وي بل گرداب

چې توسن د فلک زين کاندي له نازه

دا هلال يې په ځای راشي د رکاب

په درگاه يې دروېزه کاندي د حسن

کنډولی په لاس سپوږميه هم آفتاب

چې رايادې يې سرې شونډې سور پېزوان کړم

تر چشمانو مې بهېږي سره شهاب

چې د مخ و آب و تاب ته يې نظر کړم

راته هېڅ شي د گلو نو آب و تاب

چې نسيم يې د زلفينو را پيدا شي

درست مې ډوب کاندي په مښک او په گلاب

چې د سپي آواز يې واورم هسې خوښ يم

لکه څوک په نغمه خوښ وي د رباب

ما وي گوندې مخ يې ووينم په خوب کې

بارې چرې شي بې ياره دچا خواب

په غزل کې خو دوه بيته انتخاب وي

د رحمان تمام غزل دی انتخاب