غزل يو قرين هسې پيدا نه شو راڅخه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 يو قرين هسې پيدا نه شو راڅخه چې دما په زړه يې نه کړه منگول ښخه 02 چې احوال د هر يوه راته معلوم شو هر يوه ته مې تيار کړل يو څو چخه 03 اشناييه د نا اهل عالم نه دي په هر لوري تېرې تورې دي نا څخه 04 که په دو کې چېرې لږه بدرۍ وخورم له چا بله وينا وانه روم بې اخه 05 د هر چا سره چې کښېني ورته رام شي نور و غاړې ته تيار کا لومه پخه 06 کوټه سگ د زمانې هر گوره ډېر شول لکه پړانگ د زاوه ونيسه کړخه 07 چې رقيب يې خوار و زار په نظر کښېوت د خوشال خو هم په دا شوه سينه يخه د قاموس مانا × اصلي کلمه