غزل

يو قرين هسې پيدا نه شو راڅخه

Khushal Khan Khattak

يو قرين هسې پيدا نه شو راڅخه

چې دما په زړه يې نه کړه منگول ښخه

چې احوال د هر يوه راته معلوم شو

هر يوه ته مې تيار کړل يو څو چخه

اشناييه د نا اهل عالم نه دي

په هر لوري تېرې تورې دي نا څخه

که په دو کې چېرې لږه بدرۍ وخورم

له چا بله وينا وانه روم بې اخه

د هر چا سره چې کښېني ورته رام شي

نور و غاړې ته تيار کا لومه پخه

کوټه سگ د زمانې هر گوره ډېر شول

لکه پړانگ د زاوه ونيسه کړخه

چې رقيب يې خوار و زار په نظر کښېوت

د خوشال خو هم په دا شوه سينه يخه