غزل
يښی مې په سر دی ستا د مخ دمينې گل
رحمان بابايښی مې په سر دی ستا د مخ دمينې گل
بيا مې تور لېمه دي ستا د زلفو تور سنبل
ته چې آيينه په لاس کې واخلې حيرانېږې
زه له کومه راوړم صبوري او تحمل
گرځې په چمن کې منگول ډکه په گلونو
خدای زده چې گلونه وړې که زړونه په منگول
هم مې مښک ليدلي هم عنبر دي په جهان کې
شاباش شاباش شاباش ستا د زلفو په کاکل
نه به ستا د مخ په څېر گلشن وي چا ليدلی
نه به وي زما په څېر آهونه د بلبل
هسې تغافل کا ستا په جور و په جفا کې
خلک حيرانېږي د رحمان په تغافل