نظم يوولسم فصل - په تشويق د بازونو د ښکار کې د غزل په طرز خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د بازونو ښکار د چا دی د زر دار هم زردار، هم بې پروا قلندر وار 02 که يې غم د هوس کا د زيان يې نه کا که يې مري په قوشخانه کې څو دينار 03 د هغه سړي څه کار دی په بازونو چې بنده وي د درم او د دينار 04 د ښکار کار په مصلحت په سيالۍ نه دی دا يو عشق دی چې يې ور کا کردگار 05 چې په اصل په ازل عالي فطرت وي د هغه په زړه کې حب پرېوځي د ښکار 06 زه خوشال به د بازونو ښکار پرې نږدم څو ژوندی يم دا مې کار دا مې روزگار 07 قمار باز به له قماره صبر وکا رند به هم شي له شرابو توبه گار د قاموس مانا × اصلي کلمه