نظم يوولسم فصل - په تشويق د بازونو د ښکار کې د غزل په طرز Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د بازونو ښکار د چا دی د زر دار هم زردار، هم بې پروا قلندر وار 02 که يې غم د هوس کا د زيان يې نه کا که يې مري په قوشخانه کې څو دينار 03 د هغه سړي څه کار دی په بازونو چې بنده وي د درم او د دينار 04 د ښکار کار په مصلحت په سيالۍ نه دی دا يو عشق دی چې يې ور کا کردگار 05 چې په اصل په ازل عالي فطرت وي د هغه په زړه کې حب پرېوځي د ښکار 06 زه خوشال به د بازونو ښکار پرې نږدم څو ژوندی يم دا مې کار دا مې روزگار 07 قمار باز به له قماره صبر وکا رند به هم شي له شرابو توبه گار Dictionary meaning × Headword