غزل
زه هم چېرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه
خوشحال خان خټکزه هم چېرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده دېوانه وم ، دېوانه يم لا تر اوسه
جدايي نشته وصال دى ، ځنې بعد هم خيال دى
له هغه چې همخانه وم ، همخانه يم لا تر اوسه
چې راغلى په جهان يم ، خبر شوى په خپل ځان يم
د رازونو خزانه وم ، خزانه يم لا تر اوسه
په عالم زما خبرې ، خلك كا په نيږدې لرې
په وگړي افسانه وم ، افسانه يم لا تر اوسه
چې د مخ پلو يې وا شو ، يو مشال و چې نما شو
هغه دم پرې پروانه وم ، پروانه يم لا تر اوسه
ناوكي يې د مژگان دي ، چې بلا زما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم ، نښانه يم لا تر اوسه
چې يې ځان سره اشنا كړم ، له هر چا يې شا په شا كړم
له عالمه بېگانه وم ، بېگانه يم لا تر اوسه
هغه بحر چې محيط دى ، په افراط او په تفريط دى
د ، غه بحر دردانه وم ، در دانه يم لا تر اوسه
هغه شان له خپله ياره ، بې وكيله بې ريباره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگانه يم لا تر اوسه