غزل زه هم چېرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه هم چېرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه تل بېخوده دېوانه وم ، دېوانه يم لا تر اوسه 02 جدايي نشته وصال دى ، ځنې بعد هم خيال دى له هغه چې همخانه وم ، همخانه يم لا تر اوسه 03 چې راغلى په جهان يم ، خبر شوى په خپل ځان يم د رازونو خزانه وم ، خزانه يم لا تر اوسه 04 په عالم زما خبرې ، خلك كا په نيږدې لرې په وگړي افسانه وم ، افسانه يم لا تر اوسه 05 چې د مخ پلو يې وا شو ، يو مشال و چې نما شو هغه دم پرې پروانه وم ، پروانه يم لا تر اوسه 06 ناوكي يې د مژگان دي ، چې بلا زما د ځان دي ورته عمر نښانه وم ، نښانه يم لا تر اوسه 07 چې يې ځان سره اشنا كړم ، له هر چا يې شا په شا كړم له عالمه بېگانه وم ، بېگانه يم لا تر اوسه 08 هغه بحر چې محيط دى ، په افراط او په تفريط دى د ، غه بحر دردانه وم ، در دانه يم لا تر اوسه 09 هغه شان له خپله ياره ، بې وكيله بې ريباره زه خوشحال چې يگانه وم ، يگانه يم لا تر اوسه Dictionary meaning × Headword