نظم
زه او دی
ګل پاچا الفتما وې په زړه کښې به ځای در کړم ده وې بر ښه دی
ما وې قدم دې له لېمو ده وې په سر ښه دی
ما وې ملگری به دی يم په يوه لاره به ځو
ده وې چې پېټی زما يوسي ماته خوښه دی
ماوې دخرودوران تېر شوی خرکاري ښه نه ده
ده وې ته پوه نشوې ملگری نه نوکر ښه دی
ماوې هغه د سر سړی دی په ښه نوم يادېږي
ده وې د ټول ولس دپاره بس يو سر ښه دی
ماوې په يو سر باندې کله ټول کارونه کېږي
ده وې له سل سرونه يو سر ښکرور ښه دی
ماوې ولس به شي بې سره که سرونه نه وي
ده وې زما د سر دعا کړئ دی بې سر ښه دی
ماوې چې بې ستاله يارانو دا نور هم لري حق
ده وې ها ها په پاده خپل مال ته نظر ښه دی
ماوې خدمت په صداقت قام او ملت خوښوي
ده وې تر څو چې چلېږي چل او هنر ښه دی
ماوې ملت کښې ډېر صادق خدمتگاران شوه پيدا
ده وې له داسې مفسدانو نه حذر ښه دی
ماوې هغه د خلکو خوښ دي پرې ټولېږي خلک
ده وې زه نه غواړم ليډر ماته لډر ښه دی
ما وې چې پس له دې کوتک کوتکماري ښه نه ده
ده وې رښتيا د فرېب دام د خولې منتر ښه دی
ما وې نور خلک اوس روان دي پاس سپوږمۍ ته خېژي
ده وې سپوږمۍ نه خو زما څنگ کښې دلبر ښه دی
ما وې چې خپل خير نور د خلکو شر کښې مه لټوه
ده وې چې خير زما پکښې وي هغه شر ښه دی
ما وې ولس ډېر خوار وزار دی څه چاره ده په کار
ده وې جاهل دی اوجاهل تر دې بتر ښه دی
ما ورته وکړې څو خبرې د حساب وکتاب
قيامت يې جوړ کړ چې سل ځله ترې محشر ښه دی