غزل زه جهان څه کړم چې نمر مخيه ياره تا ووينم خاطر افریدي د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 زه جهان څه کړم چې نمر مخيه ياره تا ووينم څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم 02 ستا د کاکل په تورو شپو پورې لا شپې څه دي ستا د سرو شونډو اننګو پورې غنچې څه دي 03 وي تماشه مې د ژړا چې دې خندا ووينم څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم 04 د ستا په مينه کښې د خلقو خندنی خوښ يم خو د خپل عقل نه وزګار شم لېونی خوښ يم 05 راسره غم د لېونو شي چې صحرا ووينم څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم 06 ګله چې ما خاطر ته ياد شي ټول جهان ګل شي له ډېره هجره هر يو ګل مې د چشمان ګل شي 07 خدائې خبر بيا چې زه به ستوری د سبا ووينم څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم د قاموس مانا × اصلي کلمه